له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».
"څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".
صحيح دی - متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې څوک په قصدي توګه پر هغه دروغ ووايي، داسې چې هغه ته په دروغو سره د وینا یا کړنې نسبت وکړي، نو په اخرت کې به د هغه ځای دوزخ وي؛ دا به یې د دروغو جزا وي چې پر هغه یې تپلي دي.
د حديث له ګټو څخه
په رسول الله صلی الله علیه وسلم په قصدي او عمدي توګه دروغ ویل؛ دوزخ ته د داخلېدو لامل ګرځي.
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ ویل داسې نه دي لکه په نورو ټولو خلکو دروغو ویل، ځکه چې په دین او دنیا کې د لویو لویو فسادونو لامل ګرځي.
له کره والي وړاندې د احادیثو له خپرولو څخه ډډه کول، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د صحت نسبت معلوم شي.