د صحابه کرامو رضی الله عنهم یوې ډلې د پېغمبر ﷺ د مېرمنو کورونو ته ورغلل، څو د هغه ﷺ د پټ عبادت په اړه ترې پوښتنه وکړي چې هغه یې په خپل کور کې کوي؟ نو کله چې خبر شول داسې یې وګڼله لکه چې دا عبادت کم دی، نو ویې ویل: موږ د نبي ﷺ سره څنګه ځان پرتله کولی شو؟ حال دا چې د هغه پخواني او راتلونکي ګناهونه بخښل شوي دي، د هغه چا خلاف چې نه پوهېږي ګناهونه یې بخښل شوي که نه، نو هغه ته پکار دي چې عبادت کې زیاته هڅه او مبالغه وکړي، پدې هېله چې بخښنه ورته شي. ځینو یې وویل: زه له ښځو سره واده نه کوم. او ځینو یې وویل: زه غوښه نه خورم. او ځینو یې وویل: زه په بستره کې نه ویده کېږم. نو د دوی دا ویناوې نبي صلی الله علیه وسلم ته ورسېدې، نو د الله تعالی حمد او ستاینه یې ادا کړه او وېې فرمایل: د هغو خلکو څه حال دی چې داسې او داسې خبرې کوي؟! قسم په الله، زه له تاسو ټولو نه زیات د الله نه وېره لرم او تر ټولو ډېر پرهیزګاره یم، خو زه ویده کېږم تر څو د شپې لمانځه ته ځواکمن شم، او د دې لپاره بوزه کېږم، (یعنې هره ورځ پرلپسې روژې نه نیسم) تر څو د نورو روژو نیولو توان ومومم، او له ښځو سره واده کوم او یو ځای کېږم، نو څوک چې زما له طریقې مخ اړوي، او کمال په بلې لارې کې ویني، او د بل چا طریقه خپلوي نو هغه زما له امت څخه نه دی.