کله چې حولاء بنت تویت رضی الله عنها د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره وه، نو هغه مهال ترې لاړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کور ته راننوت. نو عائشې ورته وویل: دا ښځه د شپې مهال خوب نه کوي، بلکې شپه په لمانځه سره سبا کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا عمل ښه ونه ګاڼه چې پرځان سختي کوي. د شپې خوب نه کوي! په هغو نېکو عملونو دوامدار بوخت شئ چې توان یې لرئ، ځکه قسم په الله چې، الله هېڅکله خپلو نېکو، پیروي کوونکو بندګانو ته په ثواب او بدلې ورکولو نه ستړی کېږي، تر څو چې هغوی ستړي شي او عمل کول پرېږدي.