له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه. صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه، تر څو د قدر شپه لاندې کړي، او په همدې حالت روان و تر څو الله وفات کړ، او ورپسې یې بیا مېرمنو رضي الله عنهن اعتکاف کاوه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په جوماتونو کې د اعتکاف مشروعیت، تر دې چې ښځو ته هم په شرعي ضوابطو روا دی، په دې شرط چې له فتنې څخه خوندي وي.
  • پر اعتکاف د روژې په وروستۍ لسیزه کې ټینګار، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل کاوه.
  • اعتکاف هغه دوامداره سنت دی چې منسوخ شوی نه دی، لدې امله به یې مېرمنو ورپسې اعتکاف کاوه.
explain-icon

ډلبندیانې

explain-icon

نور