له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم هغو کسانو ته چې د میراث وېش سمبالوي امر کوي، چې میراث په عدالت او د شریعت سره سم ووېشي لکه څنګه چې الله تعالی غوښتلی، د فرض حق لرونکو ته باید د الله د کتاب په اساس خپلې برخې ورکړل شي، چې دوه پر درېیمه، درېیمه، شپږمه، نیمه، څلورمه اتمه دي، څه چې پاتې شي، هغه د مړي نېږدې خپلوان نارینه ته ورکول کېږي، چې عصبه ورته ویل کېږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دغه حدیث د میراث وېش په اړه یوه اساسي قاعده ده.
  • د میراث وېش د واجبو برخو له حق لرونکو څخه پیل کېږي.
  • څه چې له واجب برخو پاتې شول عصبه (د مړي نږدې نارینه خپلوانو) ته ورکول کېږي.
  • لومړیتوب د نېږدې خپلوانو دی، نو لرې عصبه لکه تره د نېږدې عصبه لکه پلار په شتون کې میراث نه لري.
  • که د میراث ټولې برخې واجبو حق لرونکو ته ورکړل شي، نو عصبه وو ته هېڅ نه پاتې کېږي.
explain-icon

ډلبندیانې

explain-icon

نور