عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو لپاره لاړ، صحابه کرامو یې یوه مرغۍ ولېده چې دوه بچیان ورسره ول، نو دواړه یې ترې واخېستل، پدې وخت کې مرغۍ د فرياد په توګه خپل وزرونه غوړول راغوړل، ځکه چې بچیان یې ترې ورک شوي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې راغی ویې فرمایل: چا یې د بچیانو په اخېستلو خفه کړې او وېرولې ده؟ بیا یې حکم وکړ چې بچیان یې بېرته ورکړل شي. بیا یې د مېږیانو یوه ځاله ولیده چې په اور سوځول شوې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا چا سوځولې ده؟ ځینو صحابه وو یې وویل: موږ. هغوی ته یې وفرمایل: هېچاته روا ندي چې ژوندي مخلوق ته په اور سره سزا ورکړي، پرته له الله څخه چې پیدا کوونکی یې دی.