explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې غزا کې یوه ښځه ولېده چې وژل شوې وه، نو هغه د ښځو او تنکيو هلکانو وژل وغندل چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • هغه ښځې، ماشومان او څوک چې د دوی په څېر دي لکه زاړه خلک او راهبان چې په جنګ کې برخه نه اخلي، نو هغوی نه وژل کیږي، تر دې چې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته ونه کړي او د نظر خاوندان نه وي، که چېرته وي نو بیا وژل کیږي.
  • د ښځو او ماشومانو د وژلو ممانعت؛ ځکه چې دوی له مسلمانانو سره جګړه نه کوي، حال دا چې د الله تعالی په لار کې د جهاد کولو موخه یوازې د جګړه کوونکو د ځواک ماتول دي؛ تر دې چې د حق بلنه ټولو خلکو ته ورسیږي.
  • په یرغلونو او جګړو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه سوی او مهرباني.