له عمرو بن سلیم الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه په ابو سعید شاهدي ورکوم چې هغه ویلي: زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکوم چې هغه فرمایلي: «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د جمعې په ورځ غسل کول لکه د یو واجب عمل په څېر پر هر بالغ مسلمان چې د جمعې لمونځ پرې فرض دی لازم دی. او دا چې په مسواک او یا بل څه سره خپل غاښونه پاک کړي. او دا چې یو ډول خوشبویي ولګوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د جمعې په ورځ د هر بالغ مسلمان لپاره غسل کول په ټېنګه مستحب عمل دی.
  • پاکوالی او د بد بویۍ لرې کول د اسلامي شریعت له مخې د یو مسلمان لپاره اړین دي.
  • د جمعې د ورځې عظمت او د هغې لپاره تیاری نیول.
  • د جمعې په ورځ مسواک وهل ټینګ مستحب عمل دی.
  • د جمعې لمانځه ته له تللو وړاندې یو ډول خوشبویي لګول مستحب دي.
  • ښځه چې کله له کور څخه د لمانځه یا بل څه لپاره وځي نو خوشبویي لګول ورته روا ندي؛ ځکه په سنتو سره د دې کار حراموالی ثابت دی.
  • محتلم بالغ ته وایي او بلوغ په ځینو نښانو سره واقع کیږي چې په دریو نښانو کې ښځینه او نارینه سره ګډ دي. لومړۍ یې: د پنځلس کلنۍ عمر ته رسیدل، دویمه دا چې د شرمګاه خواوشا یې زیږ ویښتان راشنه شي، دریمه دا چې په خوب کې او یا شهوت سره ترې مني ووځي او څلورمه نښانه یې د ښځینه و لپاره ځانګړې ده چې هغه حېض دی، نو کله چې ښځه حېض شوه هغه بالغه ده.
explain-icon

نور