explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د سخت ګواښ بیان کړی دی چې معاهد ووژني - او معاهد هغه چاته ویل کیږي چې د کفري هیواد څخه اسلامي هیواد ته د امن د ژمنې ورکولو پر اساس داخل شوی وي - چې دغه کس ته به د جنت بوی نه رسیږي، حال دا چې بوی یې د څلويښتو کالو په واټن کې موندل کیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له کفارو څخه د معاهد، مستامن او ذمي د وژولو ممانعت او دا چې وژل یې له کبیره ګناهونو څخه یوه لویه ګناه ده.
  • معاهد: له کفارو څخه هغه چاته وییل کیږي چې ژمنه وکړي په خپل هیواد کې به د مسلمانانو سره نه جنګیږي او نه به دوی ورسره جنګیږي، او ذمي: هغه چاته وییل کیږي چې د مسلمانانو په هېواد کې اوسیږي او جزیه یې ورکړي وي، او مستامن: هغه چاته وییل کیږي: چې د مسلمانانو هیواد ته یې د موقت وخت لپاره پناه راوړی وي او د ساتلو ژمنه ورکړل شوي وي.
  • له غیر مسلمانو سره په تړونونو کې د خیانت په اړه خبرداری.
explain-icon

نور