عایشه رضي الله عنها، د مؤمنانو مور، روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې وروستۍ سختې ناروغۍ په حالت کې، چې پکې وفات شو، وفرمایل: «الله دې یهود او نصارا لعنت کړي او له خپل رحمته دې وشړي؛ ځکه هغوی د خپلو پیغمبرانو قبرونه جوماتونه وګرځول» — یعنې یا یې پر قبرونو مسجدونه جوړول، یا یې د قبرونو پر لور لمونځ کاوه، یا یې د قبرونو ترڅنګ لمونځ کاوه. بیا عایشې رضي الله عنها وویل: که د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لورې دا منع او خبرداری نه و راغلی، او صحابه له دې نه وو وېرېدلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبر سره به هماغسې چلند وشي لکه څنګه چې یهودو او نصاراوو د خپلو پیغمبرانو له قبرونو سره کړی، نو د هغه قبر به بارز او ښکاره کړای شوی و.