explain-icon

تشریح

أم عطیة الأنصاریة رضي الله عنها وایي چې نبي صلی الله علیه وسلم ښځې د جنازې پسې له تلو څخه منع کړي دي؛ ځکه وېره شته چې دوی په فتنه کې واقع شي او یا د دوی له امله نور په فتنه کې واقع شي، او دا چې دوی کم صبره دي، بیا هغې رضي الله عنها وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم پدې اړه دومره ټینګار ندی کړی لکه څومره به یې چې په نورو منهیاتو کې کاوه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • ښځې یې د جنازې پسې له تګ څخه منع کړي دي، او دا خبره عامه ده، یعنې هغه ځای ته چې چمتو کېږي او لمونځ پرې ادا کېږي او مقبرې ته؛ چېرته چې ښخېږي.
  • لامل یې دا دی چې ښځې دا ډول خفه کوونکي او اغېزناکه صحنې نشې زغملی؛ ځکه چې دوی ممکن په خپلو کړنو کې نارضایتي او بې صبري وښيي، چې دا کار د واجب صبر سره په ټکر کې دی.
  • په ممانعت کې اصل تحریم دی، خو ام عطیة رضي الله عنها له دې سیاق څخه پوه شوه چې د جنازو پسې د ښځو تلل قطعي او تایید شوی ممانعت نه و، خو له بله پلوه داسې احادیث شتون لري چې د دې حدیث په پرتله د جنازو پسې د تللو په اړه یې ډېر سختوالی بیان کړی دی.