رسول الله صلی الله علیه وسلم د بد فال نیونې په اړه خبرداری ورکړی دی، او هغه بد انګېرل دي که هغه له اورېدلو څخه وي یا د لیدلو څخه، او یا له مرغانو، حیواناتو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څخه وي. خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت په زمانه کې مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. او خبر یې ورکړ چې دا کار شرک دی، او بد فال نیول لدې امله شرک ګڼل شوی؛ چې هر خیر الله پېښوي، او هېڅوک شر نه شي دفع کولی مګر یوازې یو الله دی چې شریک نه لري. او ابن مسعود رضي الله عنه یادونه وکړه چې کېدای شي د مسلمان په زړه کې یو څه بد فال راشي، خو باید په الله جل جلاله یې په توکل کولو سره دفع کړي، د اسبابو له کارولو سره.