له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم. صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی په پلرونو له قسم خوړلو څخه منع فرمایلي ده، نو څوک چې قسم کول غواړي یوازې په الله جل جلاله دې قسم وکړي، او په بل چا دې قسم نه کوي. بیا عمر بن خطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه په (غیر الله) قسم ندی کړی، له کومې ورځې نه یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې منع یې ترې کړې ده، نه یې په قصدي توګه دا کار کړی او نه یې د بل چا په اړه حکایت کړی دی چې له الله پرته یې په بل څه قسم کړی وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له الله پرته پر بل چا له قسم خوړلو څخه ممانعت، او په ځانګړي توګه یې په پلرونو له قسم خوړلو څخه ځکه یادونه وکړه چې دا له اسلام څخه مخکې دود و.
  • قسم: د الله تعالی په نومونو او یا د الله تعالی په صفاتو په یو کار د ټینګار او تاکید له امله قسم خوړلو ته وایي.
  • د عمر رضی الله عنه فضیلت چې چټک اطاعت به یې کاوه، د ښې پوهې او هوښیارۍ خاوند و.