ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو اخلاقو په اړه خبر ورکړی، او هغه څه چې هغې یې یادونه وکړه دا دي چې: هغه صلی الله علیه وسلم ته هېڅ کله د دوو چارو تر منځ د ټاکنې واک ندی ورکړل شوی، مګر دا چې هغه یې تر منځه (د امت لپاره) آسانه غوره کړې ده، خو چې اسانتیا یې د سرغړونې لامل نه کېده (که داسې به و) نو له هر چا به ترې هغه زیاته ډډه کوله، او هغه مهال به یې سخت غوره کاوه. نبي صلی الله علیه وسلم هېڅکله د خپل ځان لپاره د شخصي غچ اخیستونکی نه و، بلکې بخښنه به یې کوله او (له خپل شخصي حق نه به) تېرېده مګر دا چې د الله حدود به تر پښو لاندې کېدل، نو بیا به یې یوازې د الله لپاره غچ اخیست، او د هر چا په پرتله به د الله لپاره ډېر غوصه کېده.