رسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی، او برابره خبره ده که دا عامه ولایت وي یا خاصه، او پر هغوی یې سختي راوسته او نرمي یې ورسره ونکړه، نو الله تعالی به ورته سزا د عمل له جنس څخه ورکړي او سختي به ورسره وکړي. او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.