د مومنانو له مور عائشې رضي الله عنها څخه په کور کې د هغه صلی الله علیه وسلم د وضعیت په اړه پوښتنه وشوه او دا چې څه به یې کول؟ هغې وویل: هغه یو انسان و، کار به یې کاوه لکه څنګه چې نور سړي په کورونو کې کار کوي، د خپل ځان او خپلې کورنۍ په چوپړ کې به و، خپله مېږه به یې لوشله او خپل کالي به یې پیوندول، خپلې څپلۍ به یې پیوندولې او خپله ډولچه به یې پېوندوله، او کله به چې د لمانځه وخت راغی نو له ځنډ پرته به ووت.