امیمه بنت رقیقه رضي الله عنها خبر ورکوي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د انصارو د ښځو د یوې ډلې سره ورغله تر څو ورسره پدې بیعت وکړي چې د الله سره به هېڅ شی نه شریکوي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او هېڅ داسې تور او بهتان به نه پورې کوي چې وړاندې او مخکې یې له ځانه جوړ کړی وي، او په نیکۍ کې به یې نافرماني نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څومره توان او طاقت چې لرئ. موږ وويل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، راځه اې د الله رسوله چې لکه د سړیو په څېر درسره په لاس بیعت وکړو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ښځو ته لاس نه ورکوم، خو زما خبره او بیعت د سلو ښځو سره داسې دی لکه د یوې ښځې سره.