explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او رشوت قبض کوونکي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدلو او شړلو سره ښېرا کړې ده. لدې څخه هغه رشوت هم دی چې قاضیانو ته ورکول کیږي تر څو په ظلم سره پرېکړه وکړي او له لارې یې رشوت ورکوونکی خپل مراد ته په ناحقه ورسیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د رشوت ورکول، اخیستل، پکې منځګړیتوب او مرسته کول حرام دي؛ ځکه چې دا په باطل کې مرسته کول دي.
  • رشوت ورکول لویه ګناه ده؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اخیستونکي او ورکوونکي لعنت ویلی دی.
  • په قضا او قضاوت کې رشوت تر ټولو لوی جرم او ستره ګناه ده؛ د ظلم او په هغه څه د پرېکړې له امله چې الله تعالی ندی نازل کړی.
explain-icon

نور