explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي، څوک چې د کافرانو، فاسقانو او یا نیکانو سره مشابهت وکړي؛ چې د هغوی له ځانګړنو عقایدو، عبادتونو او یا رواجونو څخه یو څه تر سره کړي، - نو دی له هغوی څخه دی؛ ځکه چې په ښکاره ورسره مشابهت د دې لامل ګرځي چې باطني مشابهت ورسره پيدا شي، او پدې کې شک نشته چې له یو چا سره ورته والی له هغوی څخه د اغېزمنېدلو په پایله کې کیږي، او کېدی شي هغوی سره د مینې کولو، هغوی ته د درناوي ساتلو لامل شي او دا کېدی شي انسان دې ته اړباسي چې په باطن او عباداتو کې ورسره مشابهت پیدا کړي، الله - جل جلاله - دې ترې مونږ وساتي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د کافرانو او فاسقانو سره د مشابهت نه خبرداری.
  • له نېکانو سره ورته والی او ورپسې اقتداء کول.
  • ظاهري تقلید په باطن کې مینه په میراث پریږدي.
  • انسان ته د مشابهت ډول ته په لیدلو ګواښ او ګناه رسیږي.
  • له کفارو سره د هغوی په مذهب او د هغوی په رسمونو کې د هغوی له مشابهت څخه ممانعت، خو لدې پرته تشبیه په ممانعت کې نه داخلیږي لکه: د هنرونو زده کړه او داسې نور.