عائشه رضي الله عنها وایي چې لومړی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرې وحی پېل شوه؛ هغه ریښتیني خوبونه و چې په خوب کې به یې لیدل، نو هېڅ خوب به یې نه لېده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به رېښتیا کېدل، بیا ګوښه والي ته لیواله شو، چې د حرا په غار کې به ګوښه کېده، نو مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي هلته به یې په شمار شپې عبادت کاوه، او د ځان سره به یې توښه وړله، بیا به ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته ورګرځیده نو د شپو د شمار په کچه به یې توخه وړله، تر دې چې حقه چاره ورته په داسې حال کې راغله چې دی د حراء په غار کې و. نو جبرائیل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه لوستل نه شم کولی، فرمایي: راویې نیولم ځانته یې جوښت کړم او زور یې راکړ، تر دې چې زور او سختي راباندې راغله، بیا یې خوشې کړم او ویې ویل: ولوله: ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې سختي راباندې راغله بیا یې خوشي کړم راته یې وویل: ولوله، ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو راویې نیولم او په دریم ځل یې زور راکړ راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ} [العلق: 1-3]. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې آیتونو سره خپلې مېرمنې ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته په داسې حال کې ورغی چې زړه یې د مرګ له وېرې درزېده او ویې فرمایل: په جامو کې مې ونغاړئ، په جامو کې مې ونغاړئ، هغوی په جامو کې ونغاړه تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې وویل، خبره یې کړه او ویې فرمایل: پر ځان له مرګ څخه ووېرېدم، نو خدیجې ورته وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ته هغه څوک یې چې خپلوي پالې، هغه کمزوري پالې چې خپلې چارې مخته وړلای نه شي، هغه فقیر ته خېر رسوې چې هېڅ نه لري، خلکو ته هغه څه ورکوې چې له نورو سره یې نه شي موندلای، میلمه پالې او د حق په چارو کې مرسته کوې. نو خدیجې ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزی ته ورووست چې هغه یې د تره زوی و، دی هغه سړی و چې جاهلیت یې پرېښی و او نصراني شوی و، له انجیل څخه به یې په عبراني هغه څه لیکل چې الله یې وسه ورکړې وه، حال دا چې عمر خوړلی و او لید یې له لاسه ورکړی و، نو خدیجې ورته وویل: ای د کاکا زویه، له خپل وراره څخه دې واوره، ورقه ورته وویل: ای وراره، څه ګورې (څه دې لیدلي)؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې لیدلي یې وو، ورقه ورته وویل: دا جبرائیل دی، هغه چې الله پر موسی علیه السلام نازل کړی و، کاش زه دا مهال ځوان وای، کاش زه هغه مهال ژوندی یم چې قوم دې تا وباسي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا هغوی به ما وباسي؟! هغه وویل: هو، هېچا ستا په څېر یو څه نه دي راوړي مګر دا چې زیانمن شوی او دښمني ورسره شوې ده، او که چېرته په هغه ورځ زه ژوندی وم، نو کلکه مرسته به دې وکړم. بیا یو څه وروسته ورقه مړ شو، او وحی د یو څه وخت لپاره وځنډیده.