explain-icon

تشریح

عائشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خندا کې دومره مبالغه نه کوله چې د ستونې پورتنۍ غوښه یې ښکاره شي، هغه چې په ستونې کې له پاسه راځوړنده وي، بلکې مسکا به یې کوله.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو او یا به یې یو شی خوښ شو نو د مسکا په ډول به یې خندا کوله.
  • ابن حجر فرمایي: هېڅکله مې په خندا کې ډوب نه دی لیدلی چې بشپړه خندا وکړي.
  • زیاته خندا او په لوړ اواز په خټ خټ خندل د نېکانو خلکو صفت نه دی.
  • ډېره خندا د ملګرو تر منځه د انسان هیبت او وقار له منځه وړي.
explain-icon

نور