نبي صلی الله علیه وسلم د باد له ښکنځلو یا پرې لعنت ویلو څخه منع کړې ده، ځکه هغه ته د خپل خالق له لوري سپارښتنه شوې ده؛ کله د رحمت لپاره راځي، او کله د عذاب لپاره، نو ښکنځل یې د خالق - تعالی - شکنځل او د هغه د تقدیر او فیصلې پر ضد ناخوښي ده، بیا نبي صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې انسان باید الله تعالی ته رجوع وکړي، له هغه څخه د دې باد خېر وغواړي، او هغه خېر ترې هم وغواړي چې پدې باد کې دی، او د هغه څه خېر هم چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: باران ورول، (د بوټو تر منځ القاح) او نور داسې نورې ګټې. همداراز له الله تعالی څخه د دې له شر نه پناه غوښتل او د هغه څه له شر نه چې پکې دی، او د هغه څه له شر نه چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: د نباتاتو، ونو، مالدارۍ له منځه تلل، د ودانیو ړنګېدل، او داسې نور زیانونه، او په دې کې الله تعالی ته د بندګۍ د حقیقت څرګندېدل دي.