له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي). صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې بریالی او کامیاب هغه څوک دی چې: خپل رب ته تسلیم شوی وي، نو دی به له هدایت شوو او هغه چا څخه وي چې الله تعالی د اسلام توفیق ورکړی وي، او الله تعالی هغه ته له حلالو څخه دومره روزي ورکړی وي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي نه زیات وي او نه کم، او الله تعالی هغه ته قناعت ورکړی وي، یعني هغه په خپل حال خوشاله وي، او د الله په ورکړه راضي وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د انسان حقیقي خوشحالي په دې کې ده چې دین یې کامل وي، ژوند یې د بساینې وي او په هغه څه قناعت ولري چې الله ورکړي دي.
  • دېته هڅونه چې انسان د اسلام او سنت له پابندۍ سره له دنیا څخه د الله په ورکړه قناعت ولري.