کله به چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو وبه یې ویل: اې الله! (أذهب) بوځه او لرې کړه (البأس) ناروغي او د ناروغۍ سختي، (رب الناس) اې د خلکو ربه! د دوي خالق او روزونکیه؛ (واشف) شفا ورکړه، (أنت) ته پاک ذات یې، (الشافي) ته یوازینی شفا ورکوونکی یې؛ زه تاته ستا شفا ورکوونکی نوم وسیله کوم، (لا شفاء)؛ شفا نشته، (إلا شفاؤك) مګر ستا شفا او عافیت؛ (شفاء) هغه بشپړه شفا، (لا يغادر) چې نه پرېږدي، (سقمًا) هېڅ ډول ناروغي.