explain-icon

تشریح

پېغمبر ﷺ لدې منع کړې ده چې یو څوک دې له لسو دورو څخه ډېر ووهل شي، مګر په ګناهونو کې (هغه چې شریعت پرې ټاکلې سزا وي) او مراد ترې هغه نه دي چې شریعت ورته د دورو ټاکلی حد، وهل، او یا ځانګړې سزا ښودلې وي، موخه دا ده چې په تأدیبي سزا کې باید څوک له لسو دورو زیات و نه وهل شي لکه: د خپلې مېرمنې او یا زوی وهل.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی هغه حدونه چې پرې یې امر کړی یا یې ترې منع کړې، داسې سزاوې لري چې له هغو کارونو مخه نیسي؛ دا سزاوې یا له شرعي لوري ټاکل شوې وي، او یا یې ټاکنه د حاکم له لوري د هغه د لیدل شوې مصلحت له مخې وي.
  • د تأدیب (په ادب کولو) لپاره وهل باید سپک وي، د لارښوونې او وېرې تر اندازې پورې، او که اړتیا ورته وي، نو په کې دې له لسو دورو څخه زیات نه وهل کېږي، خو غوره دا ده چې هغوی بې له وهلو تأدیب شي، بلکې د لارښوونې، تعلیم، ارشاد او تشویق له لارې، ځکه دا طریقه د منلو وړ او د ښوونې له پلوه نرمښت لري، په دې باب کې حالتونه ډېر توپیر لري، نو باید هغه څه وشي چې تر ټولو ګټور وي.