له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي". صحيح دی - الترمذي او النسائي په الکبری کې روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سړي لخوا سړي ته ورتګ - لواطت - له کبیره ګناهونو څخه ده.
  • ښځې ته د شا لخوا ورتګ له کبیره ګناهونو څخه ده.
  • (لا ينظر الله) یعنې الله تعالی د رحمت او شفقت په نظر نه ګوري، لدې لېدلو څخه عام لیدل مراد نه دي؛ ځکه چې د الله پاک څخه هېڅ شی پټ نه دی، او نه یې د لید څخه کوم شی ورکېږي.
  • دا کړنې د بشریت لپاره له سترو او خطرناکو اعمالو څخه دي. ځکه چې په دې کې له انساني سالم فطرت څخه سرغړونه، د نسل کمېدل، د ازدواجي ژوندون فاسدېدل، د دښمنۍ او کرکې پېدا کېدل او په ناپاکو ځایونو کې لوېدل دي.