رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په اوو خویونو امر کړی او له اوو نورو څخه یې منع کړي دي؛ نو هغه چې امر یې پرې کړی په لاندې ډول دي: لومړی: د ناروغ پوښتنه. دویم: جنازې پسې تلل او د جنازې په لمانځه او مړي دفن کولو او ورته دعا کولو کې ګډون. دریم: هغه چاته دعا چې کله پرنجی وکړي او الحمد لله ووایي چې: یرحمک الله ورته وویل شي. څلورم: قسم کوونکي ته د هغه په ریښتیا ګڼلو براءت ورکول، پدې معنا چې که هغه ته په یو څه کې سوګند ورکړل شو او ته پدې قادر وې چې هغه ته براءت ورکړې نو دا کار وکړه؛ تر څو اړ نه شي چې د خپل قسم کفاره ادا کړي. پنځم: د مظلومانو ملاتړ کول، د هغوی سره مرسته کول او د تر خپلې وسې پورې پر هغوی د ظالم د ظلم مخنیوی کول. شپږم: د ولیمې بلنه منل، لکه د واده مېلمستیا، د ماشوم د نوم اېښودلو مراسم، یا داسې نور مناسبتونه. اووم: د سلام اچولو دودول او سلام ځوابول. او هغه کارونه چې ترې منع کړي یې دي: لومړی: د سرو زرو ګوتې په لاس کول پرې سينګار کول. دویم: د سپینو زرو په لوښو کې څښاک کول. دریم: په ورېښمني زینپوښ کېناستل، هغه ورېښمین زین چې د آس او اوښ له پاسه اېښودل کېږي. څلورم: د ورېښمین ټوکر اغوستل هغه چې ورېښم پکې کارېدلي وي او (القَسِّي) ورته ویل کېږي. او پنځم: ورېښمین کالي اغوستل. شپږم: پنډ یا غلیظ ورېښم اغوستل، کوم چې ډبل ورېښم دي. اووم: نرم او پاسته ورېښمین کالي اغوستل، کوم چې د ورېښمو غوره او قیمتي ډول دی.