explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو پر ضد د جهاد او له هرې ممکنې لارې د هغوی د مقابلې لپاره پر هلو ځلو امر کړی، تر څو د الله کلمه لوړه شي، او لدې څخه: لومړی: د هغوی پر وړاندې په جهاد پیسې لګول؛ لکه د وسلو پېرل، پر مجاهدینو لګښت او داسې نور. دویم: په روح، نفس او بدن د هغوی سره مخ کېدل او هغوی په شا کول. دريم: په ژبه یې دين ته رابلل او حجت پرې قایمول، د هغوی رټل او رد پرې کول.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مشرکانو پر ضد په خپل نفس، مال او ژبې جهاد ته هڅول؛ هر یو د خپلې وسې سره سم، او دا جهاد یوازې په نفس د جګړې کولو پورې محدود نه دی.
  • په جهاد امر د وجوب لپاره دی، کله عیني او کله کفایي واجب ګرځي.
  • الله جل جلاله جهاد د ځینو چارو له امله ټاکلی لکه؛ لومړی: د شرک او مشرکانو په وړاندې مقاومت؛ ځکه چې الله تعالی هېڅکله شرک نه مني، دويم: الله تعالی ته د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول. دریم: له هر هغه څه نه د عقیدې ساتنه چې ضد یې دی. څلورم: د مسلمانانو؛ د هغوی د هېوادونو، ناموسونو او مالونو څخه ددفاع کولو په موخه.
explain-icon

نور