نبي ﷺ هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په لمانځه کې د دعا او یا بل څه پر مهال سترګې اسمان ته پورته کوي (پورته ګوري)، بیا یې په دې اړه سخت ممانعت وکړ او ګواښ یې وکړ، چې څوک دا کار کوي، د هغوی د سترګو په اړه وېره شته چې ناڅاپه ترې واخیستل شي، په داسې چټکۍ سره چې هغوی به خبر هم نه شي مګر دا چې د بینایۍ نعمت به یې له لاسه ورکړی وي.