علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمنه رسول الله ﷺ ته یوه د سرو زرو ټوټه راولېږله، چې په رنګ شوي پوستکي کې وه، او لا له خاورو پاکه شوې نه وه، وایي: نو رسول الله ﷺ دا د (سرو زرو ټوټه) په څلورو کسانو ووېشله. عیینه بن بدر الفزاري، اقرع بن حابس الحنظلي، زید الخیل النبهاني او علقمه بن علاثة العامري، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یوه سړي وویل: موږ له دې کسانو زیات مستحق وو، وایي: رسول الله ﷺ ته دا خبره ورسیده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سهار او ماښام راځي». راوي وايي: نو یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې کندو ته لوېدلې وې، د مخ غومبوري یې راوتلې و، تندی یې پورته و، ږیره یې ببره خو اوږده نه وه، سر یې خریلی و، او د بدن د لاندې برخې لنګ یې بډوهلی و، نو ویې ویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه!" نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات د الله نه وېرېدونکی نه یم؟!» راوي وايي: بيا هغه سړی روان شو، خالد بن وليد وويل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم؟ نبي ﷺ وفرمايل: نه، کېدی شي لمونځ به کوي، نو خالد وویل: ډېری لمونځ کوونکي شته چې په ژبه هغه څه وایي چې په زړه کې یې نه وي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ماته پدې امر نه دی شوی چې د خلکو زړونه وڅېړم او نه دا چې نسونه یې څیري کړم؛ بلکې ماته امر شوی چې د خلکو د ظاهري اعمالو پر بنسټ فیصله وکړم، وایي: بيا (نبي ﷺ) هغه ته وکتل، حال دا چې هغه روان و، نو ویې فرمايل: د دې سړي او د ده له ملګرو او قبیلې به داسې نسل راووځي چې د الله کتاب به په ښایسته غږ لولي، د زیات تلاوت له امله به یې ژبې لندې وي، خو قرآن به د هغوی له ستوني نه تېریږي چې زړونه یې درک کړي او پرې اصلاح شي، او الله به یې پرې نه پورته کوي او نه به یې ترې قبلوي، له اسلامه څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې سپک او په تېزۍ سره وځي. او ګومان کوم ویې فرمايل: که مې وموندل چې د مسلمانانو په مقابل کې راپورته شوي، نو لکه د ثمود د قوم په څېر به یې پر وړاندې سخت وجنګېږم.