رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا د علم نجوم او برجونو پېژندلو زده کړه وکړه او د ځمکې په پېښو کې یې د هغوی په خوځښتونو، ننوتلو، وتلو د اغیزې استدلال وکړ لکه: د فلاني مړینه، ژوند، ناروغي او داسې نور شیان چې په راتلونکي کې به پېښ شي، نو په حقیقت کې یې د جادو یوه برخه زده کړې ده، او دا چې یو څوک هر څومره دا زده کړه زیاته کوي؛ په همغومره اندازه یې د جادو زده کولو کچه زیاتیږي.