له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «څوک چې له ښکاري او یا د رمې ساتنې له سپي پرته بل کوم سپی وساتي نو هره ورځ به یې له اجر (د عمل له ثواب) څخه د دوه قیراطونو په اندازه ثواب کمېږي» سالم وایي: او ابو هریره به ویل: «أَوْ كَلْبَ حَرْثٍ»یعنې «یا د کروندې دساتنې سپی»، حال دا چې (ابوهریرة) د کروندې خاوند و.
صحيح دی - متفق علیه دی
نبي ﷺ له سپي ساتلو څخه منع کړې ده، مګر د ښکار، د څارویو یا د کروندو د ساتنې د اړتیا لپاره، او که څوک یې بې له دې موخې پرته وساتي، د هغه د عمل له ثوابه به هره ورځ دوه قیراطه کمېږي او دا اندازه الله تعالی ته معلومه ده.
د حديث له ګټو څخه
یو مسلمان ته جواز نه لري چې سپی وساتي، پرته له هغو حالاتو چې استثناء یې شوي وي.
د سپي ساتلو ممانعت د دې لپاره دی چې له دې سره ډېر زیانونه او مفاسد تړلي دي، له پیغمبر ﷺ څخه ثابت دي چې ملاېکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی پکې وي؛ او همدارنګه سپی د ډېرو سختو ناپاکیو سبب کېږي، چې یوازې د اوبو او خاورو په څو ځل مینځلو سره له منځه ځي.