نبي صلی الله علیه وسلم وايي چې چا یوه ګناه وکړه، هغه چې له امله یې پرې شرعي حد لازمېږي لکه: زنا او غلا، بیا خپله سزا وګوري او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو په نوموړي حد سره یې هغه ګناه پاکېږي او په آخرت کې ترې سزا لرې کېږي؛ ځکه الله تعالی لدې ډېر سخي او مهربان دی چې بنده ته دوه سزاګانې سره یو ځای کړي، او الله چې په دنیا کې د چا پرده وکړه او په ګناه سره یې سزا ورنه کړل شوه او الله ورته عفوه او بخښنه وکړه، نو الله تعالی لدې ډېر عزتمند او سخي دی چې د هغې ګناه له امله سزا ورکړي چې یو ځل یې ورته بخښلې ده.