رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي او د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي او له دوی پرته به بل څوک نه ننوځي، غږ به وشي چې روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به بل څوک ترې داخل نه شي، نو کله چې د دوی وروستی تن ورننوځي بنده به شي، نو وروسته به ترې هېڅوک داخل نه شي.