نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمان وینه تویول حرام دي، مګر دا چې له دریو کارونو څخه یو ترسره کړي: لومړی دا چې: څوک په زنا ګناه کې واقع شي حال دا چې په صحیح عقد سره یې نکاح کړي ويِ؛ نو په رجم سره یې وژل روا دي. دویم: چا چې بې ګناه نفس په قصدي توګه وواژه، نو د شرطونو مطابق دی هم باید ووژل شي. دریم: دا چې څوک د مسلمانانو له جماعت څخه جلا شي؛ یا دا چې په بشپړه توګه اسلام پرېږدي او مرتد شي او یا دا چې مرتد نه وي خو له ډلې جلا شي لکه باغیان، لاره شکوونکي غله او د خوارجو جنګیالي او داسې نور.