رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاذ بن جبل رضي الله عنه لاس ونیوه او ورته یې وویل: قسم په الله چې زه درسره مینه لرم، او اې معاذه! زه درته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې پرې نه ږدې چې ووایې: (اللهم أَعِنّي على ذكرك) اې الله زما سره ستا په یادولو کې مرسته وکړې، په هرې وینا او عمل کې چې ستا پیروۍ ته مې نږدې کوي. (وشُكْرِك) او ستا په شکر ادا کولو، چې نعمتونه تر لاسه کړم او له نعمتونو څخه د بې برخې کېدلو پر وړاندې مانع وګرځي. (وحُسْن عبادتك) او ستا په ښایسته عبادت، چې الله تعالی ته پکې اخلاص وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برابر وي.