explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په شرطونو کې تر ټولو زیات حقدار هغه دي چې باید وفا پرې وشي، په کوم سره چې له ښځې څخه استمتاع (خوند اخیستل) روا شوي دي، او دا هغه روا شرطونه دي چې د نکاح د تړون پر مهال یې ښځه غوښتنه کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د هغو شرطونو پوره کول واجب دي چې (د نکاح د تړون پر مهال) یې ښځه او خاوند یو پر بل ږدي، مګر هغه شرطونه چې حلال حرام ، او حرام حلال وګرځوي.
  • د واده د شرطونو په پوره کولو د نورو په پرتله زیات ټینګار شوی، ځکه چې دا د شرمګاوو د روا کېدو په بدل کې دي.
  • په اسلام کې د نکاح د حیثیت عظمت، ځکه چې د شرطونو په پوره کولو یې ډېر ټینګار کړی دی.
explain-icon

نور