رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې کله الله تعالی یو مؤمن بنده خوښ کړي؛ هغه چې د هغه د امرونو تابع وي او له نواهیو څخه یې ډډه کوي، نو جبرائیل ته اواز وکړي چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو ته ورسره هم مینه وکړه. نو د ملايکو سردار؛ جبرائیل علیه السلام یې خوښ کړي او محبت یې ورسره پیدا شي، بیا جبرائیل د اسمان په ملايکو کې غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم له هغه سره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک به یې خوښ کړي، او بیا ورته د مؤمنانو په زړونو کې په محبت کولو، هغه ته لیواله کېدلو او ورڅخه په راضي کېدلو سره مینه پیدا شي. او که الله تعالی له یوه بنده نه کرکه وکړي، نو جبرائیل به را وغواړي (ورته به ووایې چې): زه له فلاني څخه کرکه کوم، نو ته هم ترې کرکه وکړه، نو جبرائیل به یې هم بد وګڼي، بیا جبرائیل د آسمان په خلکو غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني څخه کرکه کوي، نو تاسې هم ترې کرکه وکړئ، نو د آسمان خلک هم له هغه نه کرکه وکړي، او وروسته د مؤمنانو په زړونو کې د هغه لپاره کرکه او بد ګڼنه پېدا شي.