رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له نښو څخه يوه د وخت رانږدې کېدل دي. نو کال به لکه د میاشت په څېر تېرېږي. او میاشت به داسې تېرېږي لکه اونۍ چې تېرېږي. او جمعه به داسې تېرېږی لکه څرنګه چې ورځ تېرېږي. او ورځ به داسې تېرېږي لکه څرنګه چې یو ساعت تېرېږي. او یو ساعت به داسې په تېزۍ سره تېرېږي لکه څرنګه چې اور د خرما د ونې پاڼې سوځوي.