عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د الله تعالی د دې وینا په اړه یادونه وکړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} ویې وویل: که د خلکو له ډلې څخه یو کس په زړه کې دا خبره تېره کړي او ټینګه اراده وکړي چې د مکې په حرم کې کوم بد کار وکړي، داسې کار چې په هغه سره د حرم هغه څه حلال وبولي چې الله پرتا حرام کړي لکه د ژبې (بد استعمال) یا قصدي وژنه، چې دا ظلم دی؛ او که دا اراده د یمن په عدن ښار کې هم وي، نو د همدې ارادې له امله مستحق دی چې الله تعالی پرې دردناک عذاب راولي، که څه هم هغه کار یې نه وي کړی؛ ځکه په دې کې یوازې اراده کول هم بسنه کوي.