رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او لارښوونه یې کړی ده چې د الله شکر دې پرې ادا شي او نور دې پرې خبر کړي، او که داسې یو څه یې ولیدل چې نه یې خوښېدل او پرې خفه و، هغه د شیطان له طرفه وي؛ نو له شر څخه دې الله ته پناه یوسي او هېچاته دې نه وایي؛ (که داسې یې وکړل) هغه به ورته ضرر ونه لري، ځکه چې یاده لارښوونه الله تعالی له بدې پایلې څخه د ژغورل کېدو لپاره سبب ګرځولی دی.