explain-icon

تشریح

د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها خبر ورکړی چې پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار له لمانځه څخه مخکې په دوو رکعتونو راتبه نفلو ډېر پابند و.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • نفلي لمونځ هغه عبادتونه دي چې دفرضو څخه پرته نور اړوند عبادتونه دي، دلته مقصد د فرضو سره تړلي راتبه سنتونه دي.
  • راتبه سنتونه: دسهار له لمانځه څخه مخکې دوه رکعتونه، د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې څلور رکعتونه او وروسته دوه رکعتونه، د ماښام لمانځه څخه وروسته دوه رکعتونه، او د ماخوستن د لمانځه پسې دوه رکعتونه دي.
  • دسهار راتبه سنت په کور او سفر کې کېږي، خو د ماسپښین، ماښام او ماخوستن سنت یوازې په اقامت کې کېږي.
  • د سهار په دوو رکعتونو ډېره سپارښتنه شوې ده، نو باید په اړه یې سستي ونه شي.