له جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هر هغه څه چې زیاته اندازه یې نشه راولي، نو لږه اندازه یې هم حرام دی". حسن - ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هر هغه څښاک او یا خوراک چې کله ډېر وڅښل شي نو عقل له منځه وړي، نو د لږې اندازې خوړل یا څښل یې هم حرام دي، که څه هم عقل له منځه نه وړي (انسان نه نشه کوي).

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • شریعت د انسانانو د عقلونو ساتنه کوي.
  • (سد الذرائع) ته د اعتبار ورکولو صحت، د هر هغه څه بندولو سره چې دې بدیو ته لار هواروي.
  • د نشه یي توکو د لږې اندازې حراموالی؛ ځکه چې نشې ته لار هواروي.
  • که چېرته یې لږه او زیاته اندازه نشه نه راولي، نو حرام نه دي.