explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ملائکې په سفر کې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی او یا هغه زنګ پکې وي چې د ژوو په غاړو کې ځوړندیږي او د حرکت پر مهال کړنګیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سپي ساتلو حراموالی، پرته له هغه سپي نه چې د ښکار او یا پېرې لپاره وي.
  • هغه پرښتې چې له ملتیا څخه ډډه کوي د رحمت پرښتې دي او کومې چې ساتونکي (حفظة) پريښتې دي نو هغوی په سفر او اقامت دواړو کې له بندګانو نه جلا کیږي.
  • د زنګ (ګونګرو) ممانعت، ځکه چې دا د شیطان له شپېلیو څخه دی او د عیسویانو زنګ ته ورته دی.
  • مسلمان باید له هر هغه څه څخه لیرې پاتې شي چې ملائکې ترې لرې کیږي.