امیر المؤمنین ابو بکر صدیق رضی الله عنه د هجرت پر مهال وویل: ما د مشرکانو پښو ته وکتل چې زموږ د سرونو د پاسه د ثور د غار پر سر ولاړ وو او موږ پکې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که یو له دوی خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې په نصرت، مرسته، ساتنه او لارښوونه کې یې الله تعالی درېیم و؟!