له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « ازار (پېڅې او یا کمیس) چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې وي».
صحيح دی - بخاري روايت کړی دی
نبي ﷺ نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې خپل ټول لباس چې د دوی د بدن لاندې برخه پټوي لکه کمیس یا پتلون د پښو تر ګیټیو لاندې ښکته نه کړي، ځکه څوک چې خپلې جامې یا پېنڅې له ښنګرو نه لاندې ښکته کړي نو سزا یې دا ده چې د دې کار له امله به دی په اور کې وي.
د حديث له ګټو څخه
دا حدیث نارینه وو ته د جامو د اوږدوالي او له ښنګرو څخه ښکته کول منع کوي، او په ډاګه کوي چې دا کبیره ګناه ده.
ابن حجر وايي: له اسبال څخه په مطلق ډول هغه اوږدوالی مستثنا دی چې د ضرورت له امله رامنځته شوی وي؛ لکه د چا په ښنګرو کې چې زخم وي، نو په لوڅولو سره یې مچان او داسې نور څیزونه ازاروي او دا چې له دې پرته بله لار ونه لري.