رسول الله صلی الله علیه وسلم د ورځې پر مهال په دریو وختونو کې له نفلي لمونځونو څخه منع فرمایلې ده او لدې چې مړي په کې ښخ کړل شي. لومړی وخت: کله چې لمر څرک وهي، چې دا یې د راختو لومړۍ شېبه ده، تر دې چې د یوې نیزې په اندازه پورته شي، چې نږدې د یو پاو وخت په کچه اندازه کېږي. او دویم: کله چې لمر د اسمان منځ ته شي، نو د ختیځ او لویدیځ لور ته هېڅ سیوری نه لري، تر دې چې د آسمان له منځ نه زوال وکړي او د ختیځ لور ته سیوری ښکاره شي، نو د ماسپښین د لمانځه لومړی وخت پېل شي، او دا لنډ وخت دی چې نږدې پنځه دقیقې کېږي. او دریم: کله چې لمر مخ په ډوبېدو شي، تر دې چې ډوب شي.