له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی». صحيح دی - ابو داود او احمد روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پر امانت له قسم خوړلو څخه منع فرمایلې او اخطار یې ورکړى چې څوک دا کار کوي له موږ څخه نه دى.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له الله سبحانه وتعالی پرته پر بل چا د قسم خوړلو ممانعت لکه: پر امانت قسم خوړل او دا یو ډول کوچنی شرک دی.
  • په امانت کې طاعت، عبادت، د چا سره یو شي اېښودل، نقدې، او یو چا ته امنیت ورکول شامل دي.
  • قسم یوازې په الله تعالی د هغه په نومونو او یا یو صفت سره کېږي.
  • خطابي فرمایلي: دا داسې ده لکه چې د کراهت لامل یې په الله تعالی او په صفاتو یې د قسم کولو امر وي، او دا چې امانت یې له صفاتو څخه یو صفت نه دی، بلکه له چارو یې یوه چاره او له فرضو یې یو فرض دی، نو دا چې د الله تعالی له صفاتو سره پکې ورته والی لیدل کېږي نو له دې امله ترې منع شول چې سوګند پرې یاد کړي.