explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې خلک به تر هغه وخته پورې په خېر وي تر څو چې دوی د لمر ډوبېدو له ډاډمنېدو وروسته په روژه ماتي کې بیړه کوي؛ دا پدې سنت د عمل کولو او د دې سنت د پولو سره د ودرېدلو له امله.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • نووي فرمایلي: پدې (حدیث) کې په روژه ماتي کې په بیړه کولو ټینګار شوی، البته وروسته لدې چې د لمر له ډوبېدو ډاډمن شي، او معنا یې دا ده چې د امت چارې به تر هغه پورې منظمې وي او دوی به په خیر وي چې دا سنت یې ژوندی ساتلی وي او که چېرته یې روژه ماتی وروسته کړ، نو دا به د دې نښه وي چې دوی په کوم فساد کې ښکېل کېږي.
  • د خلکو خېر پدې کې دی چې د سنتو پیروي وکړي، او د چارو خرابوالی په سنت کې د بدلون راوستلو سره تړاو لري.
  • د اهل کتابو او بدعتیانو مخالفت؛ چې هغوی روژه ماتی وروسته کوي.
  • ابن حجر ویلي: پدې (حدیث) کې د دې علت بیان شوی، مهلب ویلي: پدې کې حکمت دا دی چې له شپې څخه باید ورځ اوږده نه شي، او بله دا چې پدې کې په روژه لرونکی شفقت دی او عبادت ته یې پیاوړی کوي، او د علماوو په دې اتفاق دی چې د (روژه ماتي) وخت هغه مهال دی چې د لمر له ډوبېدو ډاډمن شي او یا یې په اړه دوه عادل کسان خبر ورکړي، همدا رنګه راجح قول دا دی چې د یو عادل انسان خبر ورکول هم بسنه کوي.
  • ابن حجر وايي: پاملرنه: نن سبا یوه ناوړه بدعت راپيدا شوی چې ځینې خلک په رمضان کې د سهار نه درې پاوه مخکې اذان کوي، او هغه چراغونه مړه کوي چې د روژه نیوونکي لپاره د خوراک او څښاک نښه ده، پدې ګمان چې دا کار په عبادت کې د احتیاط له مخې شوی او پدې یوازې یو څو محدود خلک پوهېږي، د دوی دا کار د دې لامل شو چې تر هغه پورې دوی اذان نه کوي چې لمر د دوی په ګمان ښه ډوب شوی نه وي. نو روژه ماتي وروسته کوي، او په پیشلمي کې بیړه کوي، او په دې سره د سنت مخالفت کوي، لدې امله د دې خلکو خېر لږ او شر یې زیات شوی، الله دې رحم وکړي.
explain-icon

ډلبندیانې

explain-icon

نور