له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي». صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی ته د نارینه وو په نومونو کې خوښ نومونه: عبد الله او عبد الرحمن دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • قرطبي ویلي: (په فضیلت) کې هغه نومونه هم له دې نومونو سره یو ځای کېږي چې د دوی په څېر وي لکه: عبد الرحیم، عبد الملک، عبد الصمد، او دا ځکه الله تعالی ته خوښ دي چې هغه معنا پکې ده چې پرې یادول د الله تعالی واجب حق دی او هغه چې انسان پرې باید یاد شي او د هغه د حال سره ملازم دی چې هغه بندګي ده، بیا د بنده نسبت رب ته شوی دی چې دا یو حقیقي نسبت دی، نو د دې پدې ترکیب سره دا صفتونه یې د خاوندانو سره ولګېدل او پرې عزتمن شول او فضیلت یې تر لاسه کړ، او نورو ویلي: پدې دوو نومونو اقتصار لدې امله شوی چې په قرآن کریم کې لدې پرته د الله تعالی بل نوم ته د بنده نسبت ندی شوی، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّهُ ‌لَمَّا ‌قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ} او په یو بل آیت کې یې فرمایلي: {وَعِبَادُ ‌الرَّحْمَنِ} او د الله تعالی دا وینا یې هم تائیدوي: { ‌قُلِ ‌ادْعُوا ‌اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ}.